تهران ۔ 16 جنوري(اے پي پي) ايران په عراق كښې د اسرائيل په جاسوسي هيډ كوارټر د بېلسټك مېزائلو څخه بريد كړے ٬ رائټرز د ايران سركاري ميډيا تر مخه وئېلي دي پاسداران انقلاب د عراق په نيم خود مختاره كردستان اربېل سيمه كښې د اسرائيل په جاسوسي هيډ كوارټر بريد كړے ٬ پاسداران انقلاب يو بيان كښې د څارنګرۍ ايجنسۍ موساد نامه اغستو سره وئېلي دي د جاسوسي مركز …
ايران په كردستان كښې د اسرائيل په جاسوسي هيډ كوارټر د بېلسټك ميزائلو څخه بريد وكړو

مزید خبریں
تهران ۔ 16 جنوري(اے پي پي) ايران په عراق كښې د اسرائيل په جاسوسي هيډ كوارټر د بېلسټك مېزائلو څخه بريد كړے ٬ رائټرز د ايران سركاري ميډيا تر مخه وئېلي دي پاسداران انقلاب د عراق په نيم خود مختاره كردستان اربېل سيمه كښې د اسرائيل په جاسوسي هيډ كوارټر بريد كړے ٬ پاسداران انقلاب يو بيان كښې د څارنګرۍ ايجنسۍ موساد نامه اغستو سره وئېلي دي د جاسوسي مركز او سيمه كښې د ايران مخالفو د ترهه ګرو ډلو اجتماعات تباه كولو لپاره بېلسټك مېزائل كارولې شوي ۔ بيان كښې دا هم وئېلې شوي د كردستان سر ښار اربېل په شمالي ختيز كښې د امرېكائي قونصلګرۍ سره نزدې د استوګنې په سيمه كښې د دې بريدونو نه علاوه د ترهه ګرۍ كاروائۍ كوونكو كسانو چې پكښې د داعش غړي هم شامل دي په ضد هم بريدونه پېل كړے شوي۔ دوه امريكائي عهدېدارو رائټرز ته ووئېل د بريدونو څخه امريكائي تنصيبات نه دي ځپلې شوي۔ د كردستان جكومت سلامتي كونسل يو بيان كښې بريد جرم ګرځولو سره وئېلي دي په اربېل بريدونو كښې د لږ نه لږ 4 كسان مړه او 6 ژوبل شوي۔ د عراق امنيتي او طبي زرائعو دا هم وئېلي چې په دې بريد كښې په وژلے شوو كسانو كښې د كروړ پتي تاجر او د هغه د كورنۍ څو كسان هم شامل دي ۔








