اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د پاكستان او سعودي اړيكې به وخت تېرېدو سره لا پراخا كېږي٬ دواړه هېوادونه په قوي تاريخي او كلتوري رشتو كښې تړلي دي۔ ده دا خبرې د سعودي سفير كموډور سعيد احمد المالكي سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه د خلوص او ورورولۍ رشته ده۔ اولس مشر …
د پاكستان او سعودي اړيكې به وخت تېرېدو سره لا پراخا كېږي٬ دواړه هېوادونه په قوي تاريخي او كلتوري رشتو كښې تړلي دي
اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د پاكستان او سعودي اړيكې به وخت تېرېدو سره لا پراخا كېږي٬ دواړه هېوادونه په قوي تاريخي او كلتوري رشتو كښې تړلي دي۔ ده دا خبرې د سعودي سفير كموډور سعيد احمد المالكي سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه د خلوص او ورورولۍ رشته ده۔ اولس مشر په سي پېك كښې د سعودي عرب د دلچسپۍ هركلي كولو سره ووئيل چې د دې آثرات به ډېر موثره او تر ډېرې مودې وي۔ اولس مشر په دې موقع د برما او يمن په خرابېدونكې وضعه د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل د دې مسئلو هواري له اسلامي نړۍ له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده۔











