اولان باتور12 جنوری(اے پی پی)د چين خپلواكه منګوليا منطقه كښې د سختې واورې ورېدو له امله په ګاډي كښې د ګيرو شوو دوو ماشومانو پشمول څلور كسه مړه شوي دي ۔د چين خبري اژانس له مخې د منګوليا نېشنل ايمرجنسي منيجمنټ ايجنسۍ وئيلي دي د سختې واورې له امله په ګاډي كښې د دوو ماشومانو پشمول څلور كسه مړه شوي۔ده ووئيل د مړو شوو تعلق د يوې كورنۍ څخه و …
منګوليا كښې د سختې واورې له امله څلور كسه مړه شول

مزید خبریں
اولان باتور12 جنوری(اے پی پی)د چين خپلواكه منګوليا منطقه كښې د سختې واورې ورېدو له امله په ګاډي كښې د ګيرو شوو دوو ماشومانو پشمول څلور كسه مړه شوي دي ۔د چين خبري اژانس له مخې د منګوليا نېشنل ايمرجنسي منيجمنټ ايجنسۍ وئيلي دي د سختې واورې له امله په ګاډي كښې د دوو ماشومانو پشمول څلور كسه مړه شوي۔ده ووئيل د مړو شوو تعلق د يوې كورنۍ څخه و كوم چې د سكهباتر صوبې څخه خپلو كورونو ته د ستنېدو په مهال په واوره كښې ګير شوې وو۔ده ووئيل د منګوليا نزدې ټولې صوبې په دې يخښنۍ كښې د سختو موسمي حالاتو سره مخ دي او د هېواد نزدې 90 فيصده برخه باندې تر دې دمه واوره پرته ده۔ده اولس په خاص توګه كډوالو او شپانه او ډرائيورانو ته خواست كړے چې د ممكنه آفات په ضد اضافي احتياطي تدابير اختيار كړي او راتلونكو ورځو كښې د هېواد په لويو برخو كښې د سختې واورې او طوفان راتللو توقع ده۔








