نوې ډيلې ۔9 جنوری(اے پی پی) د هند حكمران هندوتوا تنظیم بھارتیه جنتا پارټی لارښود اجے ياديو وئيلي دي مودي حکومت په ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كولو له د شهيد كړے شوي بابري مسجد په ځاے د جوړ كړي رام مندر سودا هم كړې ده۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د بي جے پي لارښود اجے یادیو په مودي حكومت د بمي چاؤدنې د لارې د رام مندر د …
مودي حكومت د رام مندر ويجاړولو او تور يۍ په پاكستان د لګولو منصوبه بندي كوي٬ د بي جے پي لارښود

مزید خبریں
نوې ډيلې ۔9 جنوری(اے پی پی) د هند حكمران هندوتوا تنظیم بھارتیه جنتا پارټی لارښود اجے ياديو وئيلي دي مودي حکومت په ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كولو له د شهيد كړے شوي بابري مسجد په ځاے د جوړ كړي رام مندر سودا هم كړې ده۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د بي جے پي لارښود اجے یادیو په مودي حكومت د بمي چاؤدنې د لارې د رام مندر د ورانولو منصوبه بندۍ تور لګولے۔ ده په يو بيان كښې وئيلي دي مودي حكومت په راروانو ټول ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كولو له تر كوم حده هم تللے شي او هغه د رام مندر سودا كړې ده۔ دا هم وئيلې شوي چې بھارتیه جنتا پارټی په 22 جنورۍ د رام مندر پرانستې په موقع د بمي چاؤدنې كولو منصوبه بندي كوي د كومې تور به چې په پاكستان او مسلمانانو لګولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د شهید كړے شوي تاريخي بابري مسجد په ځاے د جوړ كړے شوي منندر پرانسته په 22 جنوري كولې شي۔ بلخوا د هند پوليس خبردارے وركرے چې په دې موقع د بمي چاؤدنې دړكه راكړې شوې ۔ د رام مندر پرانستې دستوره كښې نرېندر مودي ته د خاص مېلمه په حېث د ګډون كولو بلنه وركړې شوې











