عمان ۔9جنوری (اے پی پی) د اردن پبلک سکیورټی ډائرېکټورېټ وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو د ورلډ فوډ پروګرام د مرستې سامان 25 ټركونو ته غزه ته د تللو اجازه وركړې شوې ده۔ د اردو نیوز له مخې د نړيوالې ادارې دا قافله د اردن د لارې تلې ده۔ دې خپلې سفر شېخ حسېن كراسنګ څخه پېل كړو او بيا د كرام ابو سالم كراسنګ د لارې غزه ته …
د ورلډ فوډ پروګرام د مرستې 25 ټركه سامان غزه ته ورسيد

مزید خبریں
عمان ۔9جنوری (اے پی پی) د اردن پبلک سکیورټی ډائرېکټورېټ وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو د ورلډ فوډ پروګرام د مرستې سامان 25 ټركونو ته غزه ته د تللو اجازه وركړې شوې ده۔ د اردو نیوز له مخې د نړيوالې ادارې دا قافله د اردن د لارې تلې ده۔ دې خپلې سفر شېخ حسېن كراسنګ څخه پېل كړو او بيا د كرام ابو سالم كراسنګ د لارې غزه ته ورسېده۔ د مرستې قافله كښی د خوراك څښاك توكو 17 ٬ د ډبي بند خوراك 3 او د جامو 5 ټركونه شامل دي۔ دا خبره دې ياده وي چې دې څخه وړاندې فرانس او اردن په ګډه د غزه وګړو او د مرستې كارمندانو له 7 ټنه د مرستې سامان لېږلے وو۔











