ټوكيو 05 جنوري (اے پي پي) جاپان کښې د 7.6 شدت زلزلې له امله د مړو شميره 92 ته رسيدلې ده او 242 كسان تراوسه بې دركه دي۔د جاپان كيووډ نيوز ايجنسۍ د ځايې چارواکو په اړه وئيلي دي د زلزلې په مهال د بې دركه كسانو لټون روان دے۔د زلزلې نه پس تر ټولو زيات ځپلې شوي وجيما ښار كښې تراوسه لږ تر لږه 40 كسان د راپريوتو كورونو …
په جاپان کې د زلزلې له امله د مړو شمېر 92 ته ورسېده

مزید خبریں
ټوكيو 05 جنوري (اے پي پي) جاپان کښې د 7.6 شدت زلزلې له امله د مړو شميره 92 ته رسيدلې ده او 242 كسان تراوسه بې دركه دي۔د جاپان كيووډ نيوز ايجنسۍ د ځايې چارواکو په اړه وئيلي دي د زلزلې په مهال د بې دركه كسانو لټون روان دے۔د زلزلې نه پس تر ټولو زيات ځپلې شوي وجيما ښار كښې تراوسه لږ تر لږه 40 كسان د راپريوتو كورونو د ملبې لاندې ګير دي۔د جاپان سيلف ډيفنس فورس په زلزله ځپلو سیمو کښې د مرستې په اپرېشن كښې برخه اخلي ۔كيووډ د جاپان جيو سپېشل انفارمېشن اتهارټي تازه اندازه كښې وئېلي دي چې د زلزلې په مهال د وجيما ښار په مركز كښې د اور لګېدو له امله نزدې 48000 مربع ميټره سيمه تباه شوې ده۔











