ټوكيو 04 جنوري (اے پي پي) جاپان کې د 7.6 شدت زلزلې له امله د مړو شميره 81 ته رسيدلې او 51 كسان تراوسه بې دركه دي۔د چين خبري اژانس شنهوا د زيارت په ورځ د سیمه ایزو چارواکو په اړه وئيلي دي د جاپان مرکزي او شاوخوا سیمو کښې د زلزلې له امله د لږ نه لږ 81 كسان مړه شوي او 51 كسان بې دركه دي او 36 …
په جاپان کې د زلزلې له امله د مړو شمېر 81 ته ورسېده

مزید خبریں
ټوكيو 04 جنوري (اے پي پي) جاپان کې د 7.6 شدت زلزلې له امله د مړو شميره 81 ته رسيدلې او 51 كسان تراوسه بې دركه دي۔د چين خبري اژانس شنهوا د زيارت په ورځ د سیمه ایزو چارواکو په اړه وئيلي دي د جاپان مرکزي او شاوخوا سیمو کښې د زلزلې له امله د لږ نه لږ 81 كسان مړه شوي او 51 كسان بې دركه دي او 36 زره كورونه د برېښنا څخه محروم شوي۔ د زلزلې له امله ګڼي ودانۍ ړنګې شوي او دغسې نور انفراسټكچر ته هم لډېر زيان رسيدلے ۔په ښار کښې د ودانیو د ړنګيدو زياتې پېښې هم رامخې ته شوې۔د جاپان سيلف ډيفنس فورس په زلزله ځپلو سیمو کښې د مرستې په عملیاتو كښې بوخت دے۔د جاپان وزيراعظم فوميو كيشي د زيارت په ورځ په هنګامي ډيزاسټر رسپانس هيډكوارټر غونډه كښې په چارواكو زور راوړو چې هغوي د زلزلې څخه د شوې تباهۍ وړومنبنو 72 ساعتو كښې دننه د ژوند بچ كولو هڅو لپاره ټول ترلاسه وسائل متحرك كړي۔ده ووئيل په زمكه هر موجود كس ته خواست كوو چې د زياتو نه زيات ځانونه بچ كولو لپاره هڅې وكړي۔











