بيجنګ 04 جنوري (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ ايران كښې د بمي چاٶدنو غندنه كولو سره وئيلي دي په كرمان ښار كښې د ترهګرۍ په بريد غمژن يم ٬ په كوم كښې چې يو شمېر كسان مړه او ژوبل شوي دي ۔ د فرانس ميډيا له مخې د ايران صدر په نامه خپل پېغام كښې ده د چين حكومت او اولس لخوا غمژنو كورنيو سره د …
د چين صدر شي جن پنګ په ايران كښې د بمي چاٶدنو غندنه وكړه

مزید خبریں
بيجنګ 04 جنوري (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ ايران كښې د بمي چاٶدنو غندنه كولو سره وئيلي دي په كرمان ښار كښې د ترهګرۍ په بريد غمژن يم ٬ په كوم كښې چې يو شمېر كسان مړه او ژوبل شوي دي ۔ د فرانس ميډيا له مخې د ايران صدر په نامه خپل پېغام كښې ده د چين حكومت او اولس لخوا غمژنو كورنيو سره د غمرازۍ او د ژوبل شوو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ ده په دې خبره زور رواړو چې چين د هر ډول ترهګرۍ مخالفت كوي او د ترهګرۍ د بريدونو غندنه كوي او ملي امنيت او ټيكاٶ په ځائ ساتلو لپاره د ايران د هلو ځلو قوي ملاتړ كوي۔ د دې نه وړاندې د چين خارجه وزارت هم په ايران كښې د بمي چاٶدنو غندنه كولو سره ايران سره د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔











