ايران٬ كرمان ښار كښې د پخواني جنرال قاسم سليماني اديرې سره نزدې دوه چاٶدنې٬ 188 كسان په حق ورسېدل٬ د 171 نه زيات ژوبل شول

ايران 03 جنوري (اے پي پي) د ايران په كرمان ښار كښې د پخواني جنرال قاسم سليماني اديرې سره نزدې دوه چاٶدنې شوي دي چې پكښې 188 كسان په حق رسېدلي او د 171 نه زيات ټپيان شوې دي۔ د ميډيا راپور له مخې د ايران د پخواني كمانډر جنرال قاسم سليماني نن د څلورم تلين په موقع اديري سره نزدې چاٶدېدنكس توكي د اديرې داخلي دروانې سره اېښودې شوې …

ايران 03 جنوري (اے پي پي) د ايران په كرمان ښار كښې د پخواني جنرال قاسم سليماني اديرې سره نزدې دوه چاٶدنې شوي دي چې پكښې 188 كسان په حق رسېدلي او د 171 نه زيات ټپيان شوې دي۔ د ميډيا راپور له مخې د ايران د پخواني كمانډر جنرال قاسم سليماني نن د څلورم تلين په موقع اديري سره نزدې چاٶدېدنكس توكي د اديرې داخلي دروانې سره اېښودې شوې وو۔ د ايران ميډيا له مخې د قاسم سليماني د تلين په موقع په اديره كښې د زرګونو په شمېر كسان موجود وو۔ د چاٶدنو په نتيجه كښې 188 كسان مړه او د 171 نه زيات ژوبل شوي دي ٬ په ژوبل شوو كسانو كښې د زياتره كسانو حالت اندېښمن ښودلے شوے او د مړو په شمېره كښې د اضافې اندېښنه ده۔ د ايران ميډيا له مخې امنيتي چارواكو د صورتحال جاج اخستو سره پلټنې پېل كړې دي۔ د ايران حكومت د زيارت ورځ د “غمجنې” ورځې په توګه اعلان كړې ده۔

مزید خبریں