د مختلف هېوادونو لپاره د سعودي 6 سفيرانو د شاه سلمان په وړاندې سوګند پورته كړو

رياض 03 جنوري (اے پي پي)د سعودي عرب شاه سلمان بن عبدالعزيز په وړاندې د رياض په قصر عرقه كښې ورونړو او دوست هېوادونو له نومولے شوو 6 نوو سعودي سفيرانو سوګند پورته كړے۔د سعودي پرېس ايجنسۍ له مخې سپين له د سعودي سفيرې اميره هيفابنت عبدالعزيز بن عياف آل مقرن سوګند پورته كړے۔دغسې جاپان لپاره سفير ډاكټر غازي بن فيصل بن زاقر٬هنګري لپاره سفير ماجد بن عبدالعزيز العبدان٬ماريشش لپاره …

رياض 03 جنوري (اے پي پي)د سعودي عرب شاه سلمان بن عبدالعزيز په وړاندې د رياض په قصر عرقه كښې ورونړو او دوست هېوادونو له نومولے شوو 6 نوو سعودي سفيرانو سوګند پورته كړے۔د سعودي پرېس ايجنسۍ له مخې سپين له د سعودي سفيرې اميره هيفابنت عبدالعزيز بن عياف آل مقرن سوګند پورته كړے۔دغسې جاپان لپاره سفير ډاكټر غازي بن فيصل بن زاقر٬هنګري لپاره سفير ماجد بن عبدالعزيز العبدان٬ماريشش لپاره فايز بن مشل التمياط٬ يوګنډا لپاره محمد بن خليل فالوده او بلغاريه لپاره سفير رامي بن سعود العتیبی د خپلو نوو ذمه وارو سوګند پورته كړے۔ نوو سفيرانو سوګند پورته كولو سره وئېلي دي مونږ به د خپل دين٬ بادشاه او هېواد سره مخلص ولاړ يو۔د رياست كوم راز به نه فاش كوو ۔سوګند پورته كولو دستوره كښې نائب خارجه وزير انجینیر ولید بن عبدالکریم الخریجی او د خادم حرمين شريفين مرستيال پرائيوېټ سېكرټري تميم بن عبدالعزيز السالم هم موجود وو۔

مزید خبریں