ټوكيو 02 جنوري (اے پي پي) جاپان کې د 7.6 شدت زلزلې له امله د مړو شميره 48 ته رسيدلې ده۔شنهوا د نهې په ورځ د ځايې چارواكو تر مخه ووئيل مينځني جاپان او خوا او شا سيمو كښې د سختې زلزلې يو لړۍ نه پس اشیکاوا پریفیکچر كښې د ودانو رالوېدو او اور لګېدو څخه 48 كسان مړه شوي دي ۔د زلزلې له امله ګڼ شمېر ودانيو او سړكونو …
په جاپان کې د زلزلې له امله د مړو شمېر 48 ته ورسېده

مزید خبریں
ټوكيو 02 جنوري (اے پي پي) جاپان کې د 7.6 شدت زلزلې له امله د مړو شميره 48 ته رسيدلې ده۔شنهوا د نهې په ورځ د ځايې چارواكو تر مخه ووئيل مينځني جاپان او خوا او شا سيمو كښې د سختې زلزلې يو لړۍ نه پس اشیکاوا پریفیکچر كښې د ودانو رالوېدو او اور لګېدو څخه 48 كسان مړه شوي دي ۔د زلزلې له امله ګڼ شمېر ودانيو او سړكونو ته زيان رسېدلے او په سيمه كښې اور لګېدلے٬ 36 زره كورونه د برېښنا څخه محرومه شوي۔ د سېلګرۍ ځايې وجيمامارننګ ماركټ په خوا او شا كښې په لويه پیمانه اور لګېدلے كوم چې 200 ودانيو ته زيان رسولے ۔ د سیمې چارواکو ت رمخه وئېلې شوي د جاپان مرکزي او خوا او شا سیمو کښې د زلزلې له امله د مړو شمېره 48 ته رسېدلې۔ د زلزلې له امله ګڼي ودانۍ ړنګې شوي دغسې نور انفراسټكچر ته هم لوئې زيان رسيدلے دے۔په ښار کښې د ودانیو د ړنګيدو زياتې پېښې هم رامخې ته شوي ۔ ده ووئيل داسې اطلاعات هم ترلاسه شوي چې د ملبې لاندې نور 14 كسان ګېر شوي ۔ په نیګاتا، تویاما، فوکوی او ګیفو سیمو کښې د ودانیو راپريوتو له امله ګڼ شمير كسان ژوبل شوې دي ۔د جاپان سيلف ډيفنس فورس په زلزله ځپلو سیمو کښې د مرستو اپرېشن بوخت دے۔ د موسميات چارواكو خبردارے وركړے جې د راروانې اوونۍ په خاص توګه دوو نه تر درېو ورځو كښې د زلزلې سخت آفټر شاكس راتللے شي۔











