ابوظهبي 27 دسمبر (اے پي پي) د متحدہ عرب امارات په شارجه ښار كښې فلسطينانو سره د يووالي څرګندونې لپاره د نوي كال پېل په لړ كښې د اتش بازۍ او په جشن لمانځلو بندېز لګولے شوے دے۔ د العريبه اردو له مخې په دې لړ كښې د شارجه پوليس لخوا رسمي بيان جاري كولو كښې وګړو ته خبردارے وركرے شوے ۔ په بيان كښې د اتش بازۍ او جشن …
شارجه كښې فلسطينانو سره د يووالي څرګندونې لپاره د نوي كال په اتش بازۍ بندېز ولګولے شو

مزید خبریں
ابوظهبي 27 دسمبر (اے پي پي) د متحدہ عرب امارات په شارجه ښار كښې فلسطينانو سره د يووالي څرګندونې لپاره د نوي كال پېل په لړ كښې د اتش بازۍ او په جشن لمانځلو بندېز لګولے شوے دے۔ د العريبه اردو له مخې په دې لړ كښې د شارجه پوليس لخوا رسمي بيان جاري كولو كښې وګړو ته خبردارے وركرے شوے ۔ په بيان كښې د اتش بازۍ او جشن لمانځلو په هلو ځلو بنديز لګولو سره وئيلي شوي چې دا په غزه كښې د مېشته وروڼو سره د يووالي حقيقي څرګندونه او په بشري بنيادونو مرستې لپاره داسې شوي۔ د شارجه پوليس زور رواړو چې هر څوك دې په دې بنديز عمل وكړي، د خلاف ورزي كوٶنكو په ضد به د قانون له مخې كاروائي كولې شي۔ دا هم واضحه كړې شوې چې دا بنديز به په انفرادي او اجتماعي دواړو نافذ وي۔ په بيان كښې وئيلي شوي په بشري بنيادونو د غزه وګړو سره د يووالي څرګندونه كول زمونږ د كلتور او نظريات تقاضا ده











