د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې غونډه – د پاكستان په تجارت د جي اېس پي پلس نظام د اثراتو جاج واخستلې شو۔

APP27-17 ISLAMABAD: October 17 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi chairing a meeting on GSP regime. APP

اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د تجارت او خارجه چارو وزارت پشمول ټول اړوندو ته د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځھ د تجارتي شريكوالۍ لا قوي كولو په لاره كښې د پېښو مسئلو لرې كولو او نړيوالو منډيانو ته د پاكستانو څيزونو پراخه رسنې له په ګډه د كار كولو امر كړے دے ۔ دا خبره وزيراعظم د نهې په ورځ په پاكستاني تجارت د جي اېس پي پلس نظام د اثراتو جاج اسختو غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې د پاك اروپائي ائتلاف شراكتدارۍ لا استحكام او د پاكستانو مصنوعاتو تر پراخا ماركيټ رسنې سره په اړوندو چارو غور وكړې شو۔ دې سره سره د جي اېس پي پلس نظام مجموعي اثراتو جاج اخستو سره د تجارتي حجم په زياتوالي د اطمينان څرګندونه وشوه كومه كښې چې د 2013 څخه 38.55 فيصده اضافه رامخې ته شوې۔ د خارجه چارو وزير خواجه محمد آصف ٬ اقتصادي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال مفتاح اسماعيل او نورو اعلٰی چارواكو غونډه كښې ګډون وكړو