غزه كښې د اوبو كمي په سوب زيات ماشومان به د تندې او ناروغو له امله مړه شي۔یونیسیف

ملګري ملتونه 22 دسمبر (اے پي پي) د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو فنډ (یونیسیف) خبردارے وركړے چې جنګ ځپلې غزه كښې د اوبو رسنه باوري نه شوه نو هلته به ډير زر زيات ماشومان د ناروغيو او تندې له امله مړه شي۔د یونیسیف ایګزیكټو ډائریكټر كیتھرین رسل تيره ورځ خپل يو بيان كښې خبردارے وركړے چې په غزه كښې په مناسب مقدار كښې د اوبو رسنه د ژوند او …

ملګري ملتونه 22 دسمبر (اے پي پي) د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو فنډ (یونیسیف) خبردارے وركړے چې جنګ ځپلې غزه كښې د اوبو رسنه باوري نه شوه نو هلته به ډير زر زيات ماشومان د ناروغيو او تندې له امله مړه شي۔د یونیسیف ایګزیكټو ډائریكټر كیتھرین رسل تيره ورځ خپل يو بيان كښې خبردارے وركړے چې په غزه كښې په مناسب مقدار كښې د اوبو رسنه د ژوند او مرګ مسئله جوړه شوې،هلته 90 فيصده ماشومانو ته اوبه نه ترلاسه كېږي، ماشومان او د هغوې كورنۍ غیر محفوظ ذريعو څخه اوبه ترلاسه كوي كومې چې د استعمال نه دي،كه دا صورتحال روان ؤ نو راروانو يو څو ورځو كښې به ګڼ شمير ماشومان د تندې او لوږي د لاسه مړه شي۔د بشري همدردۍ په اړه یونیسیف دا الرټ 10 اوونيو راهسې د اسرائیل د اړخه په غزه پرله پسې بريدونو نه پس رامخې ته شوے چې په نتيجه كښې ئې 20,000 فلسطینیان شهیدان او 50,000 څخه زيات ژوبل شوې دي۔

مزید خبریں