جنيوا 19 دسمبر (اے پي پي) د صحت نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) د اسرائيلي ځواكونو لخوا د غزه كمال عدوان روغتون د تباه كولو غندنه كولو سره په غزه كښې په سمدستي توګه د جنګ بندۍ غوښتنه كړې ده٬ په دې روغتون د اسرائيل د بمبارۍ په نتيجه كښې اته رنځوران چې پكښې يو كوچنے هم شامل ٶ وژلے شوي دي ٬ د ډبليو اېچ او مشر ټېډروس اېډهانوم …
د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) مشر د غزه د كمال عدوان روغتون تباهي وغندله

مزید خبریں
جنيوا 19 دسمبر (اے پي پي) د صحت نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) د اسرائيلي ځواكونو لخوا د غزه كمال عدوان روغتون د تباه كولو غندنه كولو سره په غزه كښې په سمدستي توګه د جنګ بندۍ غوښتنه كړې ده٬ په دې روغتون د اسرائيل د بمبارۍ په نتيجه كښې اته رنځوران چې پكښې يو كوچنے هم شامل ٶ وژلے شوي دي ٬ د ډبليو اېچ او مشر ټېډروس اېډهانوم ګېبرېسس وئيلي دي په غزه كښې د صحت نظام ډېر ځپلے شوے او د كمال عدان روغتون تباهي د صحت خراب صورتحال لا ناوړه كړے دے۔ ده ووئيل په غزه كښې په روغتونونو٬ د صحت څانګې په اهلكارو او به رنځورانو بريدونه بندول پكار دي۔ بلخوا د فلسطين د روغتيا وزارت د دې پېښې د پلټنو غوښتنه كړې ده۔











