د امريكې او سعودي خارجه وزيرانو ترمينځه ټېلېفوني تماس ٬ د غزه په خطرناكه بشري ستونزه قابو موندلو له په روانو هڅو د خيالاتو څرګندونه

ریاض،واشنګټن۔19دسمبر(اے پی پی) د امريكې او سعودي عربستان خارجه وزيرانو د غزه په خطرناكه بشري ستونزه قابو موندلو له په روانو هڅو د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ د انډیپنډنټ اردو له مخې د امريكې خارجه وزير انټونی بلنکن خپل سعودي همڅنګ شهزادہ فېصل بن فرحان سره خپلو ټېلېفوني خبرو كښې د غزه په وضعه او دغلته په خطرناكه بشري ستونزه قابو موندلو له په روانو هڅو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ …

ریاض،واشنګټن۔19دسمبر(اے پی پی) د امريكې او سعودي عربستان خارجه وزيرانو د غزه په خطرناكه بشري ستونزه قابو موندلو له په روانو هڅو د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ د انډیپنډنټ اردو له مخې د امريكې خارجه وزير انټونی بلنکن خپل سعودي همڅنګ شهزادہ فېصل بن فرحان سره خپلو ټېلېفوني خبرو كښې د غزه په وضعه او دغلته په خطرناكه بشري ستونزه قابو موندلو له په روانو هڅو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سعودی خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه خبرو كښې په غزه او دې سره پېوستو سيمو كښې په روانه وضعه او د شريكې خوښی په دوه اړخيزه چارو غور وكړے شو۔ د امريكائي خارجه وزارت لخوا په جاري كړي بيان كښې وئيلې شوي انټونی بلنکن خپل سعودي همڅنګ سره خبرو كښې په غزه كښې د بنيادي بشري ضرورتونو ترسره كولو سره سره د جنګ لا خپرېدو مخنيوي په اهميت زور راوړو۔ ده د يو آزاد فلسطيني رياست جوړېدو له د امريك د عزم څرګندونه وكړه۔ دغسې ده د سوئيلي بحيره احمر په نړيوالو سمندري حدونو كښې په تجارتي بېړيو د حوثيانو د پرله پسې بريدونو غندنه كولو سره د ټولو ترمينځه بحري سلامتيا لپاره د مرستې په اهميت زور راوړو۔ دا خبره دې ښكاره وي سعودي خارخه وزير د روانې مياشتې په پېل كښې وئيلې وو په غزہ كښې دې جنګ په سمدستي توګه ختم كړے شي او دا چې د ګردې نړۍ حكومتونه غزه كښې جنګ بندۍ ته ترحيع نه وركوي۔ دې سره سره ملګرو ملتونو هم په بشري بنيادونو د فوري جنګ بندۍ غوښتنه كړې خو د امريكې او اسرائيل لخوا د دغې مخالفت شوے دے۔

مزید خبریں