د شهباز شريف د اسرائيلي وزير په غزه د ايټم بم غورځولو دړكې سخته غندنه ٬ سلامتي كونسل او اسلامي نړۍ دې د دې دړكې جدي نوټس واخلي

لاهور۔5 نومبر(اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر او پخواني وزيراعظم شهباز شريف په غزه د اېټم بم غورځولو اسرائيلي وزير دړكې سخته غندنه كړې ده۔ د اتوار په ورځ په جاري شوي يو بيان كښې ده ووئيل په غزہ د اېټم بم غورځولو اسرائيلي وزير بيان د سباؤن د سوچ او د دوئي ارادې په ډاګه كوي۔ دا بيان د دې خبرې ثبوت دې چې صېهوني رياست …

لاهور۔5 نومبر(اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر او پخواني وزيراعظم شهباز شريف په غزه د اېټم بم غورځولو اسرائيلي وزير دړكې سخته غندنه كړې ده۔ د اتوار په ورځ په جاري شوي يو بيان كښې ده ووئيل په غزہ د اېټم بم غورځولو اسرائيلي وزير بيان د سباؤن د سوچ او د دوئي ارادې په ډاګه كوي۔ دا بيان د دې خبرې ثبوت دې چې صېهوني رياست او اتومي قوت د انتها خوښو جنونيانو په لاس كښې دے ، نړيواله ورورولي ٬ سلامتي كونسل او اسلامي نړۍ دې د دې دړكې په جدي توګه نوټس واخلي۔ ده ووئيل د بې ګناه وګړو وژونكي په ګرده نړۍ د بريد كولو منصوبه لري٬ آئی اے ای اے دې د صېهوني رياست جوهري تنصيبات مانيټر كړي۔ ده ووئيل نړۍ دې د صېهوني رياست د انتها خوښۍ او اتومي پاګل پن په اړه كوټلې غبرګون ښكاره كړي٬ دا پاګل پن د ټولې نړۍ تباه كولو مترادف دے۔ ده ووئيل د بې ګناه او تش لاسې آبادۍ په عامه وژنه د خاموشه پاتې كېدو ناوړه نتيجې رامخې ته كېدې شي۔ ده ووئيل كه د اسرائيلي جنونيانو لاره ونه نيولې شوه نو نړۍ به جهنم جوړه شي۔

مزید خبریں