کراچی۔ 03 نومبر (اے پی پی) د سندھ نګران اعلی وزير مقبول باقر په فلسطين كښی روانه وضعه په نظر كښې نيولو سره په سندھ صوبه كښې فلسطيني زده كوؤنكو ته د ټيوشن او هاسټل فيس څخه د استثنی وركول پرېكړه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د جاري كړې شوې اعلاميې له مخې نګران اعلی وزير سېکرټری یو اېنډ بی نور احمد سموں ته هدايت وكړو چې هغه دې …
د سندھ اعلی وزير په صوبه كښې فلسطيني زده كوؤنكو ته د ټيوشن او هاسټل فيس څخه د استثنی وركولو پريكړه

مزید خبریں
کراچی۔ 03 نومبر (اے پی پی) د سندھ نګران اعلی وزير مقبول باقر په فلسطين كښی روانه وضعه په نظر كښې نيولو سره په سندھ صوبه كښې فلسطيني زده كوؤنكو ته د ټيوشن او هاسټل فيس څخه د استثنی وركول پرېكړه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د جاري كړې شوې اعلاميې له مخې نګران اعلی وزير سېکرټری یو اېنډ بی نور احمد سموں ته هدايت وكړو چې هغه دې ټولو سركاري پوهنتونو ته هدايات جاري كړي چې هغه دې فلسطيني زده كوؤنكو ته ټيوشن او هاسټل فيسونو څخه استثنی وركړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په مجموعي توګه 48 فلسطینی زده كوؤنكي په میډیکل او انجینئرنګ پوهنتونونو كښې زده كړې ترلاسه كوي۔








