خيبر پښتونخوا حكومت په ډيره اسماعيل خان كښې رامخې ته شوې د چاؤدنې پيښه وغندله

پېښور ۔ 03 نومبراے پی پی)د خېبر پښتونخوا حكومت په ډېره اسماعيل خان كښې رامخې ته شوې د چاؤدنې پېښه غندلې ده۔ د وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې په چاؤدنه كښې د بې ګناه وګړو وژل يو بزدلانه او وحشيانه فعل دے۔ صوبائي حكومت په دې پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كوي۔ د شهيدانو لوړو درجو او د …

پېښور ۔ 03 نومبراے پی پی)د خېبر پښتونخوا حكومت په ډېره اسماعيل خان كښې رامخې ته شوې د چاؤدنې پېښه غندلې ده۔ د وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې په چاؤدنه كښې د بې ګناه وګړو وژل يو بزدلانه او وحشيانه فعل دے۔ صوبائي حكومت په دې پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كوي۔ د شهيدانو لوړو درجو او د غمجنيو كورنيو صبر او زغم لپاره لاس په دعا يؤ۔ وياند ووئيل د شرخوښو دې ډول ناوړه پیښو سره د قام او قانون نافذ كوؤنكو ادارو حوصلې كمزورې كېدې نه شي٬ ټول قام د ترهګړۍ په ضد يو دے ٬ د دې سيمې اولس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې په زړه پورې كردار ترسره كړ ے ۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا بوليس د ترهګرۍ په جنګ كښې بلها قربانۍ وركړي كومې به چې كله هم بې ځايه لاړې نه شي۔

مزید خبریں