پیښور۔ 03 نومبر (اے پی پی)ډیرہ اسماعیل خان كښې د پولیس وین سره نزدې د بم چاودلو په نتیجه كښَې 5 كسان مړه او د اهلکارو پشمول 21 كسان ژوبل شوي دي۔ د پولیس تر مخه ژوبل شوي سول هسپتال ته منتقل کړے شوي دي ۔ د پولیس وېنا ده د پولیس لائنز ډیرہ اسماعیل خان نه د ایلیټ فورس نفري ټکواړہ چیک پوسټ لپاره روانه وه چې د ټانک …
ډي آئي خان كښې د پولیس وین سره نزدې چاودنه ، 5 كسان مړه ،21 ژوبل

مزید خبریں
پیښور۔ 03 نومبر (اے پی پی)ډیرہ اسماعیل خان كښې د پولیس وین سره نزدې د بم چاودلو په نتیجه كښَې 5 كسان مړه او د اهلکارو پشمول 21 كسان ژوبل شوي دي۔ د پولیس تر مخه ژوبل شوي سول هسپتال ته منتقل کړے شوي دي ۔ د پولیس وېنا ده د پولیس لائنز ډیرہ اسماعیل خان نه د ایلیټ فورس نفري ټکواړہ چیک پوسټ لپاره روانه وه چې د ټانک اډې سره نودې پولیس وین سره چاودنه وكړې شوه ۔ په پولیس موبائل كښې ناست 5 كسان شهيدان او 21 ژوبل شوي ۔ دوي ووئېل د نامعلومه كسانو د اړخه په هسپتال كښې موجود پولیس اهلكارو باندې هم ډزې شوي دي۔ پولیس سيمه پخپله ولقه كښې اغستې او سرچ آپریشن ئې پېل كړے دے۔ د چاودنې نه پس د ډیرہ اسماعیل خان په دواړو لويو روغتونونو كښې ایمرجنسي نافذ کړې شوې ده








