لاهور۔29 اکتوبر(اے پی پی) د اسلامی جمهوریه ايران سفير رضا امير مقدم دا خبره په ډاګه كړې ده چې د ايران د فسطين هر ډول مرسته كړې ده٬ لمينځه به فلسطين نه بلكې اسرائيل ځي۔ په حوزہ علمیه جامعه المنتظر كښې د وفاق المدارس الشیعه پخواني نائب صدر علامه سيد نياز حسېن نقوي درېم تلين مناسبت سره د اتوار په ورځ سیمینار ته خطاب او ميډيا سره خبرو كښې ووئيل …
مسلمانانو له به يو موټې كيدو سره د فلسطين ترڅنګ ودريدل وي٬ د ايراني سفير د علامه نيازي نقوي تلين سيمينار ته خطاب
لاهور۔29 اکتوبر(اے پی پی) د اسلامی جمهوریه ايران سفير رضا امير مقدم دا خبره په ډاګه كړې ده چې د ايران د فسطين هر ډول مرسته كړې ده٬ لمينځه به فلسطين نه بلكې اسرائيل ځي۔ په حوزہ علمیه جامعه المنتظر كښې د وفاق المدارس الشیعه پخواني نائب صدر علامه سيد نياز حسېن نقوي درېم تلين مناسبت سره د اتوار په ورځ سیمینار ته خطاب او ميډيا سره خبرو كښې ووئيل د كفر نړۍ يو موټې شوې ده٬ مسلمانانو له به د فلسطين ترڅنګ ودرېدل وي۔ ده ووئيل ايران ٬ يمن ٬ لبنان او عراق څخه د فلسطيني اولس مرسته كیږي۔ ده ووئيل دا د مزاحمتي تحريك فتح ده چې د پراخا انټېلیجنس نېټ ورک لرلو باوجود په 7 اكتوبر اسرائيل ته د حماس د بريد خبر ونشو۔ ده ووئيل ايران به د فلسطيني وروڼو په شمول د ټولې اسلامي نړۍ مرسته روانه ساتي۔ د ده وېنا وه چې حماس خپلې پرېكړې په خپله كوي۔










