اټک۔ 29 اکتوبر (اے پی پی) د اټک حضرو تحصيل كښې په جي ټي روډ هټياں چوك ته نزدې د افغان كډوالو بېرته اوړونكې ټرالر اپوټه كېدو له امله دوه افغان وګړي مړه او 25 ژوبل شول۔ پېښه د تند رفتارۍ په مهال د ناڅاپي برېك لګولو په نتيجه كښې رامخې ته شوه۔ د ریسکیو او پولیس ذريعو له مخې سنګجانی اسلام آباد څخه د ټرالر (KBL1173 ) د لارې …
اټك ٬ د افغان كډوالو بيرته اوړونكې ټرالر پيښې سره مخ شو٬ دوه كسان مړه ٬ 25 ژوبل
اټک۔ 29 اکتوبر (اے پی پی) د اټک حضرو تحصيل كښې په جي ټي روډ هټياں چوك ته نزدې د افغان كډوالو بېرته اوړونكې ټرالر اپوټه كېدو له امله دوه افغان وګړي مړه او 25 ژوبل شول۔ پېښه د تند رفتارۍ په مهال د ناڅاپي برېك لګولو په نتيجه كښې رامخې ته شوه۔ د ریسکیو او پولیس ذريعو له مخې سنګجانی اسلام آباد څخه د ټرالر (KBL1173 ) د لارې 5 افغان كورنۍ سره د خپلو سامانونو افغانستان ته روانې وې۔ ټرالر د ټائر چاؤدلو له امله اپوټه شو۔ د پېښې په نتيجه كښې دوه كسان په ځايې مړه او 25 نور ژوبل شول۔ په ژوبل شويو كښې څلور سخت ژوبل كسان د پېنډۍ روغتون ته واستولې شوو۔ د عېني شاهدينو له مخې ټرالر تېز روان وو ٬ چوك ته نزدې كېدو سره يۍ بريك ولګولو او اپوټه شو۔ په ټرالر كښې د سامان لاندې كډواله ګېر شول د دوئي راويستلو لپاره په سمدستي توګه د مرستې كارروايۍ پېل شوې۔ په دې موقعه ژوبل شويو كډوالو له د وينې عطيې وركولو لپاره رضاكار هم تحصیل هېډ كوارټر روغتون ته ورسېدل۔ نېشنل هائی ویز اېنډ موټر وے پولیس ،حضرو پولیس او ریسکیو 1122 ټرالر څه بهېدونكې تېل اور څخه ساتلو له هم بېړني اقدامات وكړل۔ په دې موقعه د فائر برېګېډ ګاډي هم موجود وو۔ د يو ساعت مرستې كارروايۍ څخه وروستو جي ټي روډ يو وارې بيا ترافيك لپاره پرانستلې شو۔










