د خيبر پښتونخوا په سركاري سكولونو كښې د ارلي چائلډ هوډ ايجوكيشن معارفي كولو پريكړه

پېښور ۔ 29 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په سركاري سكولونو كښې د ارلي چائلډ هوډ ايجوكېشن معارفي كولو پرېكړه وكړې شوه۔ د تفصلاتو له مخې د خېبر پښتونخوا نګران حكومت په ګرده صوبه كښې د ارلي چائلډ هوډ ايجوكېشن معارفي كولو پرېكړه وكړه۔ د تعليم محكمې د 23 ضلعو ایجوکېشن آفیسرز ته مراسله جاري كړې ده۔ په مراسله كښی وئيلې شوي دي چې ارلی چائلډ هوډ اېجوکېشن …

پېښور ۔ 29 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په سركاري سكولونو كښې د ارلي چائلډ هوډ ايجوكېشن معارفي كولو پرېكړه وكړې شوه۔ د تفصلاتو له مخې د خېبر پښتونخوا نګران حكومت په ګرده صوبه كښې د ارلي چائلډ هوډ ايجوكېشن معارفي كولو پرېكړه وكړه۔ د تعليم محكمې د 23 ضلعو ایجوکېشن آفیسرز ته مراسله جاري كړې ده۔ په مراسله كښی وئيلې شوي دي چې ارلی چائلډ هوډ اېجوکېشن کلاسز لپاره به كومه نوې كمره جوړولې نه شي۔ په 23 ضلعو كښې مخصوص كړې شويو سركاري سكولونو كښی به وړاندې څخه موجود كمرې په نوې كلاس رومز كښې بدلولې شي۔ په مراسله كښې د تعليم محكمې لخوا دا خبره هم په ډاګه كړې شوې ده چې په مخصوص سركاري سكولونو كښې د قبائلي ضلعو سكولونه هم شامل دي۔