په باجوړ ضلع کښې د نامعلومه کسانو په ډزو د جومات امام سخت ژوبل شو

باجوړ ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی)په باجوړ ضلع کښې د نامعلومه کسانو په ډزو د جومات امام سخت ژوبل شوے دے۔ د پوليس ترمخه دغه پيښه د خار تحصيل د عنايت کلي بازار په بائي پاس سړک يو جومات سره نزدې رامخي ته شوه۔ د چارواكو له مخې زېن العابدين نومې امام مسجد د ياد شوي جومات خوا ته ولاړ وو چې نامعلومه كسانو پرې ډزې پېل كړې۔ د …

باجوړ ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی)په باجوړ ضلع کښې د نامعلومه کسانو په ډزو د جومات امام سخت ژوبل شوے دے۔ د پوليس ترمخه دغه پيښه د خار تحصيل د عنايت کلي بازار په بائي پاس سړک يو جومات سره نزدې رامخي ته شوه۔ د چارواكو له مخې زېن العابدين نومې امام مسجد د ياد شوي جومات خوا ته ولاړ وو چې نامعلومه كسانو پرې ډزې پېل كړې۔ د چارواكو له مخې دې په سخت ژوبل حالت كښې ډسټركټ هېډ كوراټر روغتون خار ته ورسولو چرته څخه چې ډاكټرانو دې د پېښور يو روغتون ته ولېږلو۔ تر دې دمه كومې ډلې د پېښې ذمه واري قبوله كړې نه ده۔ پوليسو د ككړو كسانو نيولو له پلټنې پېل كړې دي۔