د كشمير لارښودو لخوا د اكتوبر 27 مه نېټه د تورې ورځې په توګه د لمانځلو عزم

اسلام آباد 26 اکتوبر(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته كشميري لارښودو د هر كال په څير سږ كال هم د هند لخوا كشمير ته د غېر قانوني ځواكونو لیږلو په ضد د اكتوبر 27 مه نېټه د تورې ورځې په توګه د لمانځلو عزم تكرارولو سره وئيلي دي چې كشميرې اولس به كله هم هندي تسلط قبول نه كړي او د آزادۍ منزل ترلاسه كېدو پورې به …

اسلام آباد 26 اکتوبر(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته كشميري لارښودو د هر كال په څير سږ كال هم د هند لخوا كشمير ته د غېر قانوني ځواكونو لیږلو په ضد د اكتوبر 27 مه نېټه د تورې ورځې په توګه د لمانځلو عزم تكرارولو سره وئيلي دي چې كشميرې اولس به كله هم هندي تسلط قبول نه كړي او د آزادۍ منزل ترلاسه كېدو پورې به خپلې ستړې روانې ساتي۔ د نهې په ورځ د كل جماعتي حريت كنفرنس لارښودو فاروق رحمانی ،سید یوسف نسیم او د جماعت اسلامی آزاد کشمیر پخواني امير عبد الرشید ترابی ووئيل چې د هند لخوا د مهاراجه هری سنګھ د جعلی دستاوېزاتو په بنياد په 27 اکتوبر كشمير ته ځواكونه ولېږلې شوو۔ حریت لارښود فاروق رحماني ووئيل چې په 27 اکتوبر د هندوستان لخوا په غېر قانوني توګه كشمير ته هندي ځواكونه ننوتل او دغې څخه وروستو كشميري اولس د دې په ضد مزاحمت وكړو او بيا دا معامله د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته ورسېده چرته چې پاكستان او هندوستان دواړو ته ووئيلې شوو چې كشميري اولس ته دې د خپل سباؤن پرېكړه كولو له د رايو شمېرو حق وركړے شي۔ د دې هندوستان لخوا دې څخه پرله پسې سرغړونه كیږي۔ هند په كشمير غاصبانه قبضه كړې ده۔ په 5 اګست 2019 د کشمیر خصوصي حېثيت ختمولو سره دا هندوستاني سيمه وګرځولې شوه۔ د جماعت اسلامي پخواني امير عبد الرشيد ترابي ووئيل چې ګرده نړۍ كښې كشميري وګړي 27 اكتوبر د تورې ورځې په توګه لمانځي۔ په دې ورځ د هند لخوا په كشمير قبضې لپاره هندي پوځ كشمير ته ولېږلې شو چې ورسره د كشمير مسئله نوره هم سنګينه شوه۔ ده ووئيل مجاهدینو د دې غاصبانه قبضې په ضد د جهاد بېرغ پورته كړو چې په نتيجه كښې يۍ د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان سيمې آزادې شوې۔ كشميرې اولس نن هم د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد ته سترګې په لاره دي۔ ده ووئيل د دې ظلم او غاصبانه اقدام په ضد هر كال كشميري وګړي 27 اكتوبر د تورې ورځې په توګه لمانځي۔ حریت لارښودو سید یوسف نسیم ووئيل چې د حريت كنفرنس تر اهتمام لاندې به په 27 اكتوبر د هند سفارت مخې ته احتجاج كولې شي