کشميريان به (نن) توره ورځ لمانځي

سرينګر 26 اکتوبر (اے پي پي) د جمو و كشمير پاسبان حريت وئيلي دي هند په 27م اكتوبر كال 1947 كښې په جمو و كشمير غېر قانوني قبضه كولو سره د كشميريانو بنيادي انساني٬ سياسي، سماجي او مذهبي حقونه صلب كړې وٶ۔ د کشميرميډيا سروس له مخې د پاسبان تحريك چيئرمن عزِير احمد غزالي په مظفر آباد كښې خپل يو بيان كښې وئيلي دي په مقبوضه جمو و كشمير د …

سرينګر 26 اکتوبر (اے پي پي) د جمو و كشمير پاسبان حريت وئيلي دي هند په 27م اكتوبر كال 1947 كښې په جمو و كشمير غېر قانوني قبضه كولو سره د كشميريانو بنيادي انساني٬ سياسي، سماجي او مذهبي حقونه صلب كړې وٶ۔ د کشميرميډيا سروس له مخې د پاسبان تحريك چيئرمن عزِير احمد غزالي په مظفر آباد كښې خپل يو بيان كښې وئيلي دي په مقبوضه جمو و كشمير د هند د قبضې نه پس په سوئيلي آسياء كښې امن او پرمختګ په داٶ لګېدلے دے۔ ده ووئيل ملګرو ملتونو د كشمير كشالې سپېځلې حل لپاره يو شمېر قراردادونه منظور كړې دي خو د اووه لسيزو تېرو باوجود نړيوالې ادارې دا مسئله هواره نه كړې شوه۔ ده د مقبوضه كشمير اولس ٬ ګرده نړۍ كښې مېشته وګړو ته اپيل كوم چې ھغوي دې په 27م اكتوبر توره ورځ لمانځلو سره هندي قبضه مسترد كړي