د نبي كريم (ص) تعليمات او ژوند نه يواځې مسلمانانو بلكې ټول انسانيت لپاره د لارې مشال دے٬ مشعال حسېن ملك

اسلام آباد۔25 اکتوبر(اے پی پی) بشري حقونو لپاره د وزیراعظم خاص مرستيالې مشعال حسېن ملك وئيلي دي د نبي كريم (ص) تعليمات او ژوند نه يواځې مسلمانانو بلكې ټول انسانيت لپاره د لارې مشال دے٬ اسرائيل په فلسطين د ظلم او جبر انتها كړې ده ٬ د مودي حكومت د هندوتوا انتها خوښې پالېسۍ د لاسه كشميري مسلمانان ظلم او زياتي سره مخ دي ٬ نړۍ بايد د دې نوټس …

اسلام آباد۔25 اکتوبر(اے پی پی) بشري حقونو لپاره د وزیراعظم خاص مرستيالې مشعال حسېن ملك وئيلي دي د نبي كريم (ص) تعليمات او ژوند نه يواځې مسلمانانو بلكې ټول انسانيت لپاره د لارې مشال دے٬ اسرائيل په فلسطين د ظلم او جبر انتها كړې ده ٬ د مودي حكومت د هندوتوا انتها خوښې پالېسۍ د لاسه كشميري مسلمانان ظلم او زياتي سره مخ دي ٬ نړۍ بايد د دې نوټس واخلي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورؤ په ورځ په روټس انټرنېشنل سکول و کالج كښې د ميلاد دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل كله چې زمونږ نبي علېه السلام دنيا ته تشريف راوړو نو په هر لوري د جهالت تيرې وې۔ هغوي د خپلو تعليماتو د لارې دغه تيارې ختمې كړې۔ د هغوي مبارك ژوند نه يواځې مسلمانانو بلكې ټول انسانيت لپاره د لارې مشال دے۔ دې ووئيل دا مهال د فلسطين مسلمانان سخت صورتحال سره مخ دي٬ اسرائيل په هغوي د ظلم او زياتي انتها كړې ۔ دا وخت چې د ګردې نړۍ مسلمانان يو موټے شي او د اسرائيل مقابله وكړي۔ دې ووئيل د اسرائيل د غزه په روغتونونو بريدونه د انسانيت په ضد جرم دے٬ مهذب نړۍ بايد د دې نوټس واخلي۔ دې ووئيل هم دا ډول صورتحال سره د كشمر اولس هم مخ دے۔ د مودی حکومت هندوتوا عقيدو د لاسه كشميري مسلمانان ظلم او زياتي سره مخ كړې شوي ۔ دې ووئيل مونږ له به په اسلام ريسرچ كول وي او په ګرده نړۍ كښې به امن راوستلو له دغه خپرول وي۔ دې انجونو زده كوؤنكو ته ووئيل چې تاسو حضرت خدیجه الکبریٰ او حضرت فاطمه (رض) خپل رول ماډل جوړې كړې او استاذان دې په دې كښې خپل كردار ترسره كړي۔ په دې موقع دې د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم قلمبند كړل۔