بيجنګ 28 اګست (اے پي پي) د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بېن وئيلي دي چې د برکس هېوادونو په غړيتوب كښې پراختيا د بركس په پرمختيائي عمل كښې يوه تاريخي لمحه ده۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې وياند د يو ورځني پرېس كنفرنس په مهال ووئيل د برکس هېوادونو په غړيتوب كښې پراختيا د بركس په پرمختيائي عمل كښې يوه تاريخي لمحه ده كومه چې د …
د برکس هېوادونو په غړيتوب كښې پراختيا د بركس په پرمختيائي عمل كښې يوه تاريخي لمحه ده۔ د چين خارجه وزارت
بيجنګ 28 اګست (اے پي پي) د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بېن وئيلي دي چې د برکس هېوادونو په غړيتوب كښې پراختيا د بركس په پرمختيائي عمل كښې يوه تاريخي لمحه ده۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې وياند د يو ورځني پرېس كنفرنس په مهال ووئيل د برکس هېوادونو په غړيتوب كښې پراختيا د بركس په پرمختيائي عمل كښې يوه تاريخي لمحه ده كومه چې د پرمختګ كوونكو هېوادونو د عمومي خواهش عكاسي كوي او په نړيوالو اړيكو كښې به ګڼ اړخيزه د جمهوريت رجحان ته په موثره ډول وده وركړي۔ وياند په دې خبره زور رواړو چې د برکس مېکانزم بشپړه پرمختګ به د جنوب-جنوب تعاون پلېټ فارم پراختيا٬ د امن تحفظ لپاره طاقت كښې اضافه او د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو اتحاد او مرسته كښې يو بل اهم سنګ ميل ثابت شي٬ د دې ټولو هېوادونو په اكثريت سره هركلے كړے دے











