هند دې د 5 اګست 2019 غېر قانوني اقدامات بېرته واخلي ٬ په جموں وكشمير كښې دې د بشري حقونو خلاف وزرۍ بندې كړي٬ او آئي سي

جدہ۔25 اګست(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جموں كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو سخته غندنه كولو سره په هند زور راوړے دے چې هغه دې د 5 اګست 2019 غېر قانوني اقدامات بېرته واخلي او په جموں وكشمير كښې دې د بشري حقونو پرله پسې او منظمې خلاف ورزرۍ بندې كړي۔ د برطانوی ورځپاڼې …

جدہ۔25 اګست(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جموں كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو سخته غندنه كولو سره په هند زور راوړے دے چې هغه دې د 5 اګست 2019 غېر قانوني اقدامات بېرته واخلي او په جموں وكشمير كښې دې د بشري حقونو پرله پسې او منظمې خلاف ورزرۍ بندې كړي۔ د برطانوی ورځپاڼې له مخې فلسطين او القدس لپاره د او آئي سي عمومي دوهم سېكتر سمیر بکر د عمومي سېكتر حسېن براهیم طه لخوا جاري شوې بيان د خارجه وزيرانو كونسل 49 مې غونډې په موقعه لوستلو سره واورولو۔ د او آئی سی عمومي سېكتر د ناروغۍ له امله په غونډه كښې ګډون ونكړے شو۔ په دغه پېغام كښې په جموں وكشمير كښې د بشري حقونو په ضد د روانو خلاف ورزيو او كشميري اولس سره د يو والي لا مضبوطيا له د او آئي سي د عزم پخلے وكړے شو۔ غونډې ته په او آئی سی كښې د پاكستان مستقل استازي سيد فواد شېر ٬ د او آئي سي دوهم عمومي سېكتر سمير بكر ٬ په جده كښې د پاكستان قونصلر جنرل خالد او د كشمير كمېټۍ (جده) چيئرمېن مسعودي پوري هم خطاب وكړو۔ فواد شېر ووئيل پاكستان د او آئي سي لخوا د كشميرۍ شخړې د پرله پسې ملاتړ ستائنه كوي۔ ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې په تنده سره خرابېدونكې وضعه نظر كښې نيولو سره ضروري ده چې او آئي سي د دې مسئلې تلپاتي حل لپاره خپلې هڅې يو په دوه كړي۔