نيپال، ټرافيكي پېښه كښې 7 كسان مړه٬ يو شمېر ټپيان

کھټمنډو 24 اګست (اے پي پي) د نيپال په باره ضلع كښې په ټرافيكي پېښه كښې 7 كسان مړه او 19 ژوبل شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د نيپال پوليس وئيلي دي چې هندي زائرين يو بس كښې د ضلع دھنوشا په جنك پور سيمه كښې په يوه مذهبي دستوره كښې ګډون لپاره روان ٶ٬ بس د تند رفتارۍ له امله پېښې سره مخ شو چې پكښې …

کھټمنډو 24 اګست (اے پي پي) د نيپال په باره ضلع كښې په ټرافيكي پېښه كښې 7 كسان مړه او 19 ژوبل شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د نيپال پوليس وئيلي دي چې هندي زائرين يو بس كښې د ضلع دھنوشا په جنك پور سيمه كښې په يوه مذهبي دستوره كښې ګډون لپاره روان ٶ٬ بس د تند رفتارۍ له امله پېښې سره مخ شو چې پكښې 6 هندي او يو نيپالي وګړې مړ او 19 ژوبل شول۔ مړي او ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي۔ په بس كښې 27 زائرينو سفر كولو ٬ پوليس د بس ډرائيور او نور كسان نيولو سره پلټنې پېل كړې دي