واشنګټن۔23اګست(اے پی پی) امريكائي پرنټ او الېكټرانك ميډيا د پاكستان د خېبر پښتونخوا صوبې بټګرام سيمه كښی په چيئر لفټ كښې د ګېر شويو كوچنيانو او مسافرو حفاظت سره راويستلو له د پاك پوځ او سوېلين اهلكارو د كامياب آپرېش په پراخا كچه كورېج كړې دې۔ امريكائي ټي وي نېټ وركس سي اېن اېن ٬ اے بي سي ٬ اېن بي سي او سي بي اېس په بټګرام كښې په …
بټګرام كښې د پاك پوځ او رېسكيو اهلكارو كامياب چيئر لفټ آپرېشن٬ د امريكائي ميډيا بشپړه كورېج
واشنګټن۔23اګست(اے پی پی) امريكائي پرنټ او الېكټرانك ميډيا د پاكستان د خېبر پښتونخوا صوبې بټګرام سيمه كښی په چيئر لفټ كښې د ګېر شويو كوچنيانو او مسافرو حفاظت سره راويستلو له د پاك پوځ او سوېلين اهلكارو د كامياب آپرېش په پراخا كچه كورېج كړې دې۔ امريكائي ټي وي نېټ وركس سي اېن اېن ٬ اے بي سي ٬ اېن بي سي او سي بي اېس په بټګرام كښې په هوا كښې د نښتي چيئر لفټ پېښې او د دې د رېسكيو كولو عكسونو سره كورېج وكړو د ځينې امريكائي چېنلز استازي د دې پېښې كورېج لپاره په موقعه موجود وو۔ په رپورټس كامياب آپرېشن كښې د برخه اخستونكو اهلكارو ستائنه شوې او وئيلي شوي دي چې دا آپرېشن د چېلنجنګ او زړه ورتيا عكاس وو۔ په دې مهال پاکستانی نژاد امریکائي وګړو د رېسكيو آپرېشن په كاميابۍ د خوشحالۍ او پاكستان ته په وركړې شوي مثبت كورېج د اطمينان څرګندونه وكړه۔











