كابل 22 اګست(اے پی پی) افغان چارواكو وئېلي دي چې د تېرو دوه ورځو په مهال 2 زره 482 افغان كډوال ايران څخه خپل هېواد ته راستنه شوي د دې چې ورسره د روان كال په مهال تر دې دمه د بېرته راتلونكو افغان كډوالو شمېره 60 زره ته رسېدلې۔ د چين خبري اژانس له مخې د افغانستان د كډوالو او هېواد ته د راستنېدو چارو وزارت د نهې په …
سږ كال 60 زره كډوال ايران څخه خپل هېواد ته راستنه شوي۔ افغان چارواكي
كابل 22 اګست(اے پی پی) افغان چارواكو وئېلي دي چې د تېرو دوه ورځو په مهال 2 زره 482 افغان كډوال ايران څخه خپل هېواد ته راستنه شوي د دې چې ورسره د روان كال په مهال تر دې دمه د بېرته راتلونكو افغان كډوالو شمېره 60 زره ته رسېدلې۔ د چين خبري اژانس له مخې د افغانستان د كډوالو او هېواد ته د راستنېدو چارو وزارت د نهې په ورځ خپل بيان كښې وئېلي دي چې د افغان كډوال په ايران كښې د كډوالو په توګه په كلونو كلونو د ژوند كولو نه پس خپل هېواد ته د راستنېدو لړۍ روانه ده۔ په بيان كښې وئېلي شوي دي چې د تېر اتوار په ورځ پاكستان څخه 37 كډوال هېواد ته رارسېدلې دي۔ د يوې اندازې لمخې دا مهال 25 لكه څخه زيات رجسټرډ افغان كډوال په ايران كښې مېشته دي۔











