د روسيې خارجه وزير د بركس مشرانو په غونډه كښې ګډون لپاره سوئېلي افريقې ته رسېدلے

جوهانسبرګ 22 اګست (اے پی پی) د روسيې خارجه وزير سرګئې لاروف د بركس هېوادونو درې ورځنۍ مشرانو په غونډه كښې ګډون لپاره د سوئيلي افريقې جوهانسبرګ ښار ته رسېدلے۔ د روسيې خبري اژانس له مخې خارجه وزير به د 15م بركس مشرانو په غونډه كښې د خپل هېواد نمائندګي او صدر ولاديمير پيوټن به د وډيو لنك د لارې ګډون كوي۔د بركس مشرانو غونډه به د 22 اګست نه …

جوهانسبرګ 22 اګست (اے پی پی) د روسيې خارجه وزير سرګئې لاروف د بركس هېوادونو درې ورځنۍ مشرانو په غونډه كښې ګډون لپاره د سوئيلي افريقې جوهانسبرګ ښار ته رسېدلے۔ د روسيې خبري اژانس له مخې خارجه وزير به د 15م بركس مشرانو په غونډه كښې د خپل هېواد نمائندګي او صدر ولاديمير پيوټن به د وډيو لنك د لارې ګډون كوي۔د بركس مشرانو غونډه به د 22 اګست نه تر 24 اګست جوهانسبرګ كښې كېږي چې پكښې د 54 افريقائي هېوادونو مشرانو ته د ګډون كولو بلنه وركړې شوې ده۔