د شمالي كوريا په دريو كلونو كښې وړومبې نړيوال كمرشل پرواز بيجنګ ته ورسېد

بيجنګ 22 اګست(اے پی پی)د شمالي كوريا په درې كلونو كښې وړومبې كمرشل پرواز د چين پايه تخت بيجنګ ته رسېدلې۔د فرانسيسي خبري اژانس له مخې چين تېره ورځ د شمالي كوريا سركاري فضائي كمپنۍ ايئر كوريو لپاره د كمرشل پروازونو بحالۍ منظوري وركړې وه د كوم چې وړومبې پرواز د نهې په ورځ سهار 17 دقيقې دپاسه 9 بجې د بيجنګ كيپيټل انټرنېشنل هوائي مېدان ته رسېدلې۔شمالي كوريا په …

بيجنګ 22 اګست(اے پی پی)د شمالي كوريا په درې كلونو كښې وړومبې كمرشل پرواز د چين پايه تخت بيجنګ ته رسېدلې۔د فرانسيسي خبري اژانس له مخې چين تېره ورځ د شمالي كوريا سركاري فضائي كمپنۍ ايئر كوريو لپاره د كمرشل پروازونو بحالۍ منظوري وركړې وه د كوم چې وړومبې پرواز د نهې په ورځ سهار 17 دقيقې دپاسه 9 بجې د بيجنګ كيپيټل انټرنېشنل هوائي مېدان ته رسېدلې۔شمالي كوريا په كال 2020 كښې د كورونا وبا له امله چين ته د ايئر كوريو كمرشل پروازونه منسوخ كړي و