تهران ۔21 اګست(اے پی پی) ايران سويډش او د ډنمارك ناظم الامور طلب كولو سره په دواړو هېوادونو كښې د قرآن كريم د بې حرمتۍ په پېښه خپل احتجاج ريكارډ كړو۔ د سعودي خبر رسنيو ادارې لمخې د ايراني خارجه وزارت د بشري حقونو څانګې مشر وئيلي چې ايران د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښې او د دې د سنګينو نتيجو ذمه وار سويډش او د ډنمارك حكومتونه ګرځوي۔ …
د قرآن كريم د بې حرمتۍ معامله٬ ايران سويډش او د ډنمارك ناظم الامور طلب كړو
تهران ۔21 اګست(اے پی پی) ايران سويډش او د ډنمارك ناظم الامور طلب كولو سره په دواړو هېوادونو كښې د قرآن كريم د بې حرمتۍ په پېښه خپل احتجاج ريكارډ كړو۔ د سعودي خبر رسنيو ادارې لمخې د ايراني خارجه وزارت د بشري حقونو څانګې مشر وئيلي چې ايران د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښې او د دې د سنګينو نتيجو ذمه وار سويډش او د ډنمارك حكومتونه ګرځوي۔ ده سويډش او د ډنمارك ناظم الامور طلب كولو سره په دواړه هېوادونو كښې د قرآن مجيد د بې حرمتۍ په پېښه احتجاج ريكارډ كړو۔ دا خبره دې ياده وي چې په سويډن كښې د روان كال په مهال څلور وارې د قرآن پاك بې حرمتي وكړې شوه۔ په 21 جنورۍ، 28 جون، 20 جولائی او 15 اګست د رامخې ته شويو بې حرمتۍ پېښو په ضد په ګرده اسلامي نړۍ كښې غم او غصه ښكاره ليدلې شي۔











