مالی ، د وسله والو په بريد كښې 21 وګړي مړه

بماكو 20 اګست (اے پي پي) د مالی جنګ ځپلي سيمي موپتی كښې وسله والو په يو كلي بريد كولو سره 21 وګړي وژلي دي ٬ د بريد په نتيجه كښې 11 كسان ژوبل شوې هم دي۔د برتانيي خبررسني ادارې له مخې يو ځائې وګړي میډیا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل نامعلومو بريد كونكو د بانډیاګرا سيمي په یارو كلي كښې بريد كړې۔ده ووئيل دا يو حقیقی قتل عام …

بماكو 20 اګست (اے پي پي) د مالی جنګ ځپلي سيمي موپتی كښې وسله والو په يو كلي بريد كولو سره 21 وګړي وژلي دي ٬ د بريد په نتيجه كښې 11 كسان ژوبل شوې هم دي۔د برتانيي خبررسني ادارې له مخې يو ځائې وګړي میډیا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل نامعلومو بريد كونكو د بانډیاګرا سيمي په یارو كلي كښې بريد كړې۔ده ووئيل دا يو حقیقی قتل عام ؤ په دې مهال وسله والو په كلي كښې په ميرمنو او ماشومانو ګولۍ چلولې دي۔ده ووئيل د وسله والو په بريد كښې د ميرمنو پشمول 21 كسان مړه او 11 ژوبل شوې دي۔ده ووئيل ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې شوي چرته چې د ځيني كسانو حالت اندېښمن دې۔