د سعودي ولي عهد سره د ايران خارجه وزير ملاقات

جده 19اګست(اے پی پی) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د ايران خارجه وزير حسين امير عبداللهيان ملاقات كړې۔د سعودي خبري اژانس له مخې په جده كښې دا ملاقات د ايران خارجه وزير د سعودي دورې په مهال كړې٬په مارچ كښې د شوي لوظ نامې نه پس د ايران خارجه وزير دا د هېواد وړومبۍ سركاري دوره ده۔د ملاقات په مهال دواړو چارواكو د دوه اړخيزه اړيكو …

جده 19اګست(اے پی پی) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د ايران خارجه وزير حسين امير عبداللهيان ملاقات كړې۔د سعودي خبري اژانس له مخې په جده كښې دا ملاقات د ايران خارجه وزير د سعودي دورې په مهال كړې٬په مارچ كښې د شوي لوظ نامې نه پس د ايران خارجه وزير دا د هېواد وړومبۍ سركاري دوره ده۔د ملاقات په مهال دواړو چارواكو د دوه اړخيزه اړيكو او د دواړو هېوادونو ترمينځه سباؤن كښې د شراكتدارۍ موقعې لټون جاج واخسته۔د ملاقات په مهال په اوسنو نړيوالو او سيمه ايز چارو هم غور وشو۔خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان د ايران صدر ابراهيم رئيسي لخوا د سعودي فران روا شاه سلمان او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان لپاره د نيكو هيلو پیغام ورورسولو۔د ايران خارجه وزير حسېن امير عبداللهیان تصديق وكړو چې صدر رئيسي به ډېر زر د سعودي عرب دوره وكړي۔په ملاقات كښې د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان هم موجود وو او د ايران پلاوي چارواكو سره ملاقات كښې هم ګډون وكړو۔د يادونې وړ ده چې د سعودي عرب سره د سفارتي اړيكو جوړیدو نه پس د ايران خارجه وزير حسېن امير اللهيان د زيارت په ورځ د هېواد په وړومبۍ سركاري دوره رياض ته راغلې وو