بيجنګ 16 (اے پي پي)په چين كښې د پاكستان سفير معين الحق وئېلي دي چې د چين او پاكستان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره سوئېلي آسيا ايكسپو د يو پل حېثيت لري۔د چين ويب پاڼې چائنا اكنامك نيټ له مخې ده د چين په كن منګ ښار كښې ايكسپو كښې د چائنا-سوئېلي آسيا ټېكنالوجۍ منتقلۍ او په مرسته اډانه جدت"په موضوع څلورم فورم ته د وينا كولو په مهال …
د چين او پاكستان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره سوئېلي آسيا ايكسپو د يو پل حېثيت لري۔د پاكستان سفير معين الحق
بيجنګ 16 (اے پي پي)په چين كښې د پاكستان سفير معين الحق وئېلي دي چې د چين او پاكستان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره سوئېلي آسيا ايكسپو د يو پل حېثيت لري۔د چين ويب پاڼې چائنا اكنامك نيټ له مخې ده د چين په كن منګ ښار كښې ايكسپو كښې د چائنا-سوئېلي آسيا ټېكنالوجۍ منتقلۍ او په مرسته اډانه جدت”په موضوع څلورم فورم ته د وينا كولو په مهال ووئيل چې پاكستان د سائنس او ټېكنالوجۍ اهميت تسليمولو سره د متحرك ځوانانو مرستې څخه د ډيجيټل پاكستان بدلون مزل پېل كړی دې۔ده ووئيل چې د پاكستان ځوانانو آبادي 60 فيصده ده او مونږ د ځوانانو اختراعي صلاحيتونه كاروو۔ده ووئيل چې مونږ خپل رفتار ته د نوې شكل وركولو خوښي لرو او سپېشل ټېكنالوجي زون اتهارتي جوړولو د لارې مونږ اختراعات٬انټرپرينيورشپ او د تحقيق ايكو سسټم مخ په وړاندې بوځو۔پاكستاني سفير ووئيل چې پاكستان او چين ملګري او سدابهار سټريټجك شراكتدار دي۔په دې وروستيو كلونو كښې دواړو هېوادونو د سائنس او ټېكنالوجۍ مرستې ته پام كړی۔مونږ چين پاكستان اقتصادي راهداري(سي پیك)فريم ورك له مخې سائنس٬ټېكنالوجي او انفارمېشن ټېكنالوجي كښې مرستې لپاره 2 وركنګ ډلې هم جوړ كړی دي۔ده په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه كړی چې مونږ به (سبا)د زيارت په ورځ په پاكستان كښې د دې ذيلي مركز جوړولو په اړه په يو مفاهمتي يادښت لاس ليك كوو كومې چې مونږ هيله لرو چې ډيجيټل څانګو كښې به د مرستې لپاره حكومتونه٬نجي څانګې او تعليمي ادارې يو موټې كولو لپاره د يو پل كار وكړي۔پنځه ورځنې چين-سوئېلي اېشيا ايكسپو كښې د پاكستان څخه 40 پلاوي ګډون كړی۔دا ايكسپو به تر 20 اګست جاري وي











