واشنګټن 14 اګست (اے پي پي) امریكا كښې په يو كور كښې د چاؤدني په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 3 ژوبل شوې دي۔د چینی خبررسني ادارې له مخې د پنسلوانیا پولیس وياند لینی كونلی ميډيا ته وئيلي چې الیګینی كاؤنټی كښې د د ځائې وخت له مخې سهار 10:23 بجے په يو كور كښې د چاؤدني په نتيجه كښې د ماشوم پشمول 5 كسان مړه او 3 ژوبل …
امریكا كښې په كور كښې چاؤدنه 5 كسان مړه
واشنګټن 14 اګست (اے پي پي) امریكا كښې په يو كور كښې د چاؤدني په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 3 ژوبل شوې دي۔د چینی خبررسني ادارې له مخې د پنسلوانیا پولیس وياند لینی كونلی ميډيا ته وئيلي چې الیګینی كاؤنټی كښې د د ځائې وخت له مخې سهار 10:23 بجے په يو كور كښې د چاؤدني په نتيجه كښې د ماشوم پشمول 5 كسان مړه او 3 ژوبل شوې دي۔ده ووئيل ریسكیو اهلكارو مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې شوي چرته چې د يو تن حالت اندېښمن دې۔ده ووئيل د چاؤدني په نتيجه كښې درې كورونه په بشپړه ډول تباه شوې دي او 12 كورنو ته زيان رسيدلې۔ده ووئيل ځائې پولیس او سكیورټی ادارې په كور كښې د چاؤدني د وجوهاتو پلټني كوي











