نائیجیریا ، جومات راپريوتو په نتيجه كښې 7 كسان مړه،ګڼ شمير ژوبل

ابوجا 12 اګست (اے پي پي) د نائیجیریا کدونا رياست په شمالی ښار زاریا كښې د لمونځ په مهال يو جومات راپريوتې په نتيجه كښې ئې 7 لمونځ كونكي مړه او ګڼ شمير ژوبل شوې دي۔د برتانيي خبررسني اداري له مخې د زاریه ایمریټس کونسل وياند ميډيا ته ووئيل دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوي كله چې ګڼ شمير مسلمانانو د ښار په مرکزی جومات كښې د مازيګر لمونځ …

ابوجا 12 اګست (اے پي پي) د نائیجیریا کدونا رياست په شمالی ښار زاریا كښې د لمونځ په مهال يو جومات راپريوتې په نتيجه كښې ئې 7 لمونځ كونكي مړه او ګڼ شمير ژوبل شوې دي۔د برتانيي خبررسني اداري له مخې د زاریه ایمریټس کونسل وياند ميډيا ته ووئيل دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوي كله چې ګڼ شمير مسلمانانو د ښار په مرکزی جومات كښې د مازيګر لمونځ كولو۔ده ووئيل ریسکیو اهلکارو په ابتدائی توګه څلور مړي راةوېستلي ؤ دې نه پس د جومات ملبے څخه درې نور مړي ترلاسه شوي۔ده ووئيل مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې شوي چرته چې د زياتره ژوبل كسانو حالت اندېښمن دې۔