دمشق 07 اګست (اے پي پي)د سوريې پايه تخت دمشق سره نزدې د اسرائيلي فضائي بريدونو په نتيجه كښې د سوريې څلور پوځيان شهيدان او څلور ژوبل شوي۔ د فرانسيسي خبري اژانس د سوريې سركاري مېډيا رپورټ په اړه وئېلي دي چې اسرائيلي ځواكونو تېره شپه مقبوضه ګولان سيمې څخه فضائي بريد وكړو په كوم كښې چې دمشق او دې سره پېوست سيمې په نښه كړې شوې٬ په دې مهال …
د اسرائيلي پوځ په بريدونو كښې د سوريې څلور عسكر شهيد٬ څلور ژوبل شول
دمشق 07 اګست (اے پي پي)د سوريې پايه تخت دمشق سره نزدې د اسرائيلي فضائي بريدونو په نتيجه كښې د سوريې څلور پوځيان شهيدان او څلور ژوبل شوي۔ د فرانسيسي خبري اژانس د سوريې سركاري مېډيا رپورټ په اړه وئېلي دي چې اسرائيلي ځواكونو تېره شپه مقبوضه ګولان سيمې څخه فضائي بريد وكړو په كوم كښې چې دمشق او دې سره پېوست سيمې په نښه كړې شوې٬ په دې مهال د چاودنو غږ هم واورېدلې شو٬ د دې بريد په نتيجه د سوريه څلور پوځيان شهيدان او څلور نور ژوبل شوي او ګڼ شمېر ودانو ته زيان هم رسېدلې۔ رپورټ كښې دا هم وئېلي شوي چې د سوريې فضائي دفاعي ځواك د اسرائيل ځينې توغندي نسكور كړې هم دي۔











