تيونس٬ د تاركين وطن كشتۍ ډوبېدو پېښه ٬ 4 مړه ٬ 51 بې دركه

تیونس۔7 اګست(اے پی پی) د تونس كركنې جزيرې ته نزدې د تاركين وطن د كشتۍ د ډوبیدو له امله 4 تنه مړه او 51 بې درکه شوي دي۔ د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخې په تونس کې یو قضايي چارواکي وئیلي دي چې دغه پیښه پرون کرکنې جزيرې ته نزدې رامنځ ته شوه او پېښې سره د مخ شوې ټولو كسانو تعلق د افريقا سب صحارا سره …

تیونس۔7 اګست(اے پی پی) د تونس كركنې جزيرې ته نزدې د تاركين وطن د كشتۍ د ډوبیدو له امله 4 تنه مړه او 51 بې درکه شوي دي۔ د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخې په تونس کې یو قضايي چارواکي وئیلي دي چې دغه پیښه پرون کرکنې جزيرې ته نزدې رامنځ ته شوه او پېښې سره د مخ شوې ټولو كسانو تعلق د افريقا سب صحارا سره وو۔ د تونس د کورنیو چارو وزیر كامل فقي یوه اونۍ وړاندې وئيلي وو چې د روان کال د جولايي تر پایه د تونس ساحل ته نژدې تر 900 زیات تاركين وطن ډوب شوي دي۔ د شمالي افریقا هیواد تونس ته زيات شمېر تاركين وطن راځي ٬ كوم چې بې وزلۍ څخه بچ كېدو لپاره اروپا ته د وتلو هڅه كوي۔ د تيونس نېشنل ګارډ وياند حسيم الدين جيالي وئيلي دي چې د روان كال په مهال تردې دمه په يو شمېره كارروائيو كښې 34 زره نه زيات كسان ژوندي بچ كړې شوي دي۔