میكسیكو،د بس ژورې كندې ته د پريوتو پېښه ٬ 18 كسان مړه ، 22 ژوبل

میكسیكو سټی 04 اګست (اے پي پي)د میكسیكو په نیریټ ریاست كښې د يو بس ژورې كندې ته د پريوتو پېښې په نتيجه كښې 18 كسان مړه او 22 ژوبل شوي۔ د چینی خبري اژانس له مخې د نیریټ سكیورټی او سټیزن پروټیكشن سیكرټری جارج بینیټو روډریګز میډیا ته ووئيل چې يو مسافر بس د ميكسيكو سټي څخه امريكې ته تللو په مهال ټيپك شمالي بائي پاس سره نزدې نزدې …

میكسیكو سټی 04 اګست (اے پي پي)د میكسیكو په نیریټ ریاست كښې د يو بس ژورې كندې ته د پريوتو پېښې په نتيجه كښې 18 كسان مړه او 22 ژوبل شوي۔ د چینی خبري اژانس له مخې د نیریټ سكیورټی او سټیزن پروټیكشن سیكرټری جارج بینیټو روډریګز میډیا ته ووئيل چې يو مسافر بس د ميكسيكو سټي څخه امريكې ته تللو په مهال ټيپك شمالي بائي پاس سره نزدې نزدې 50 میټره ژورې كندې ته پرېوتو۔ ده ووئيل چې رياستي پوليس او فائر فائټرز٬ميكسيكن ريډ كراس او نورې ايجنسۍ د پیښې ځاې ته ورسېدې او 22 ژوبل شوي كسان يۍ نزدې روغتون ته منتقل كړل۔ دې پېښه كښې د درې ماشومانو پشمول اتلس كسان مړه شوي۔ده ووئيل چې د پېښې سبب معلومولو لپاره پلټنې پیل كړې شوي۔