ریاض۔2اګست (اے پی پی) د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د ډنمارك خپل همڅنګ لارس لوكے راسموسن سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د ټېلېفوني تماس په مهال ده د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښو غندنه كولو سره وئيلي چې سعودي عربستان دا ډول پېښې مسترد كوي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې ده په ډنمارك زور راوړو چې هغه دې د دې ډول انتها خوښو كارروائيو …
ډنمارك دې د قرآن بې حرمتۍ كارروائيو مخنيوي له فوري ګامونه پورته كړي٬ سعودي خارجه وزير
ریاض۔2اګست (اے پی پی) د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د ډنمارك خپل همڅنګ لارس لوكے راسموسن سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د ټېلېفوني تماس په مهال ده د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښو غندنه كولو سره وئيلي چې سعودي عربستان دا ډول پېښې مسترد كوي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې ده په ډنمارك زور راوړو چې هغه دې د دې ډول انتها خوښو كارروائيو مخنيوي له فوري اقدامات وكړي۔ دې پارونكو كارروائيو د مسلمانانو جذباتو ته زيان رسولے دے۔ ده ووئيل انتها خوښو كركې ته هوا وركولو له د رايې آزادي په ناوړه توګه كارولې ده۔ ده ووئيل انتها خوښي نه يوازې په اسلام ټكونه كوي بلكې مسلمانان هم پاروي۔ سعودی خارجه وزير ووئيل ددې ډول كارروائيو څخه ګټه پورته كوؤنكي انتها خوښي دي۔ د ډنمارك خارجه وزير ووئيل ډنمارک وړاندې د دې ډول كارروائيو غندنه كړې ده۔











