چين په باجوړ ضلع كښې د ځانمرګي بريد غندنه٬ پاكستان د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬ سماجي استحكام په ځاې ساتلو اقدام كښې د پیشرفت بشپړه ملاتړ څرګندونه

بيجنګ 01 اګست (اے پي پي) چين د پاكستان د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع كښې د ځانمرګي بريد غندنه كولو سره وئېلي دي چې چين د هر ډول ترهه ګرۍ په سختۍ سره مخالفت كوي٬ د چين خارجه وزارت وياند تېره ورځ د باجوړ بريد په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې مونږ په دې بريد سخت غمژن يو۔ ده ووئيل چې چين د هر ډول ترهه ګرۍ …

بيجنګ 01 اګست (اے پي پي) چين د پاكستان د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع كښې د ځانمرګي بريد غندنه كولو سره وئېلي دي چې چين د هر ډول ترهه ګرۍ په سختۍ سره مخالفت كوي٬ د چين خارجه وزارت وياند تېره ورځ د باجوړ بريد په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې مونږ په دې بريد سخت غمژن يو۔ ده ووئيل چې چين د هر ډول ترهه ګرۍ په سختۍ سره مخالفت او د وګړو په نښه كوٶنكو بريدونو سخته غندنه كوي۔ وياند ځپليو كسانو لپاره افسوس او د هغوي كورنيو او د ژوبل شويو سره د يوالي څرګندونه كوی۔ ده ووئيل چې چين د پاكستان ترهه ګرۍ مخ نيوي٬ سماجي استحكام په ځاې ساتلو او د خلكو ژوند تحفظ په اقدام كښې د پېشرفت بشپړه ملاتړ كوي