رياض 01 اګست (اے پي پي) ايران وئېلي دي چې سعودي عرب سره به د اړيكو بحالۍ سره به دواړو هېوادونو سره سره ټولې منطقې ته ګټه وشي۔ العريبه نيوز له مخې په رياض كښې د ايران سفير علي رضا عنايتي د مركې په مهال ووئيل چې مونږ باور لرو چې د ايران او سعودي عرب ترمينځه ترسره كېدونكې مفاهمتي لوظ نامې څخه به دواړو هېوادونو او منطقې ته ګټه …
سعودي عرب سره به د اړيكو بحالۍ سره ټولې منطقې ته ګټه وشي۔ ايراني سفير
رياض 01 اګست (اے پي پي) ايران وئېلي دي چې سعودي عرب سره به د اړيكو بحالۍ سره به دواړو هېوادونو سره سره ټولې منطقې ته ګټه وشي۔ العريبه نيوز له مخې په رياض كښې د ايران سفير علي رضا عنايتي د مركې په مهال ووئيل چې مونږ باور لرو چې د ايران او سعودي عرب ترمينځه ترسره كېدونكې مفاهمتي لوظ نامې څخه به دواړو هېوادونو او منطقې ته ګټه وشي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو بحالي په سيمه ايز امن٬ استحكام او په آزادۍ مهم اثرات مرتب كولې شي او په منطقه كښې ډائيلاګ كلتور ته هم وده وركولې شي۔ د يادونې وړ ده چې سعودي عرب او ايران په مارچ كښې اعلان كړې ٶ چې د چين په ثالثۍ كښې سفارتي اړيكو بحالولو لوظ نامې ته رسېدلې دي۔ د يادونې وړ ده چې دواړو هېوادونو ترمينځه تر 7 كاله سفارتي اړيكې منقطع وې٬ د لوظ نامې له مخې سعودي عرب او ايران د يو بل په سيمو كښې سفارتخانې او قونصل خانې بيا پرانستلو او 20 كاله وړاندې ترسره شوې امنيتي او اقتصادي مرسته په لوظ نامو عملدرآمد له اتفاق كړې











