د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د باجوړ پیښه وغندله٬ د پاكستان حكومت او اولس سره د يو والي څرګندونه

ملګري ملتونه 01 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوتريش د پاكستان د خېبرپښتونخوا په باجوړ سيمه كښې د جمعيت علما اسلام (ف) په كنونشن كښې د ځانمرګي بريد غندنه كولو سره په چارواكو زور راوړو چې په دې پېښه كښې ككړ كسان دې انصاف سره مخ كړی شي۔ د ملګرو ملتونو نائب وياند فرحان حق تېره ورځ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په هېډكوارټرز …

ملګري ملتونه 01 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوتريش د پاكستان د خېبرپښتونخوا په باجوړ سيمه كښې د جمعيت علما اسلام (ف) په كنونشن كښې د ځانمرګي بريد غندنه كولو سره په چارواكو زور راوړو چې په دې پېښه كښې ككړ كسان دې انصاف سره مخ كړی شي۔ د ملګرو ملتونو نائب وياند فرحان حق تېره ورځ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په هېډكوارټرز كښې د پرېس بريفنګ په مهال وئېلي دي چې عمومي سېكتر د ځپليو كسانو كورنيو سره غمرازي او ژوبل شويو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د پاكستان په چارواكو زور راوړې چې په دې پېښه كښې ككړ كسان دې انصاف سره مخ كړې شي۔ ده ووئيل چې د ترهه ګرۍ ټولو پېښو او وګړو په ضد بريدونو غندنه كوو او د ترهګرو مقابله كولو لپاره د پاكستان حكومت او اولس سره ولاړ يو