کابل 31 جولائي (اے پي پي) افغان واكمنو په هېواد كښې د دوه بندونو جوړولو منصوبه اعلان كړې ده۔ د افغان ټي وي چېنل رپورټ له مخې حکومت سري پل كښې د سلطان ابراهيم ډېم او د ارزګان په چنارتو اولسوالۍ كښې آغا جان ډېم جوړولو لپاره لائحه مرتب كړې ده٬ په دواړو منصوبو به ډېر زر كار پېل شي۔ افغانستان كښې د دې نه وړاندې په هرات او فراه …
کابل، افغان واكمنو په هېواد كښې د دوه بندونو جوړولو منصوبه اعلان كړه
کابل 31 جولائي (اے پي پي) افغان واكمنو په هېواد كښې د دوه بندونو جوړولو منصوبه اعلان كړې ده۔ د افغان ټي وي چېنل رپورټ له مخې حکومت سري پل كښې د سلطان ابراهيم ډېم او د ارزګان په چنارتو اولسوالۍ كښې آغا جان ډېم جوړولو لپاره لائحه مرتب كړې ده٬ په دواړو منصوبو به ډېر زر كار پېل شي۔ افغانستان كښې د دې نه وړاندې په هرات او فراه ولايتونو كښې سلميٰ ډېم او کمال خان ډېم جوړ كړې دي د دې نه علاوه په سوئيلي قندهار ولايت كښې د ځينې ډېمونو د مرمت او اوبه خور لپاره د لوي نهر قوش تيپا كېنال د جوړولو كار هم جاري دے۔ د افغان د چيمبر آف ايګريکلچر اينډ لائيو سټاك لنډمهاله مشر ميروېس حاجي زاده وئيلي دي چې د دا ډول ډېمونو د لارې افغانستان يو برامد كوٶنكي هېواد كښې بدلېدې شي۔











