منیلا 31 جولائي (اے پي پي) فلپائن كښې د سمندری طوفان ډوکسوری له امله د سېلاب او لینډ سلائیډنګ په نتيجه كښې د مړو شميره 25 ته رسيدلې ده، دغسې 20 كسان اوس هم بے دركه دي۔ غیر ملکی ميډيا د فلپائن نېشنل ډیزاسټر رسك ریډکشن اینډ مینجمنټ کونسل (این ډی آر آر ایم سی) په اړه وئيلي چې تيره اوونۍ كښې د راغلې سمندری طوفان ډوکسوری نه بس د …
فلپائن ، سمندری طوفان ډوکسوری له امله د سېلاب او لینډ سلائیډنګ په نتيجه كښې د مړو شميره 25 ته ورسيده
منیلا 31 جولائي (اے پي پي) فلپائن كښې د سمندری طوفان ډوکسوری له امله د سېلاب او لینډ سلائیډنګ په نتيجه كښې د مړو شميره 25 ته رسيدلې ده، دغسې 20 كسان اوس هم بے دركه دي۔ غیر ملکی ميډيا د فلپائن نېشنل ډیزاسټر رسك ریډکشن اینډ مینجمنټ کونسل (این ډی آر آر ایم سی) په اړه وئيلي چې تيره اوونۍ كښې د راغلې سمندری طوفان ډوکسوری نه بس د بارانونو سلسله روانه ده چې په نتيجه كښې ئې ګڼي سيمي د اوبو لاندې راغلې۔ این ډی آرآر ایم سی وئيلي ډوکسوری له امله شمالی فلپائن كښې 20 كسان مړه شوي دغسې میټرو منیلا سره نزدې سيمه كښې 3 او مينځني فلپائن كښې 2 كسان مړه شوي دغسې شمالی فلپائن كښې 20 كسان بے دركه دي۔











