د چين نائب وزير اعظم به د سي پېك لسمې سالګرې په دستورو كښې ګډون كوي۔ د چين خارجه وزارت

بيجنګ 30 جولائي (اے پي پي) د چين خارجه وزارت وياند ماؤ ننګ وئيلي دي چې د پاکستاني حکومت په بلنه د چين صدر شي جن پنګ خاص نمائنده او نائب وزيراعظم حه لي فنګ به د 30م جولائي نه د اګست تر وړومبې ورځ د پاكستان دوره كوي٬ ھغوي به په اسلام آباد كښې د سي پېك پېل كېدو د لسمې سالګرې په دستورو كښې ګډون كولو سره سره …

بيجنګ 30 جولائي (اے پي پي) د چين خارجه وزارت وياند ماؤ ننګ وئيلي دي چې د پاکستاني حکومت په بلنه د چين صدر شي جن پنګ خاص نمائنده او نائب وزيراعظم حه لي فنګ به د 30م جولائي نه د اګست تر وړومبې ورځ د پاكستان دوره كوي٬ ھغوي به په اسلام آباد كښې د سي پېك پېل كېدو د لسمې سالګرې په دستورو كښې ګډون كولو سره سره د پاكستان مشرانو سره ملاقاتونه هم كوي نائب وزيراعظم هي لائفنګ د چين د نړيوالو اقتصادي اړيكو او بېلټ اېنډ روډ انيشي اېټو په نفاذ كښې ځانګړې كردار لوبولے دے چې پكښې سي پېك يوه اهمه منصوبه ده۔ د نېشنل ډويلپمنټ اېنډ ريفارم کمېشن چيئرمېن (2017-2023) په توګه ده په پاكستان كښې د سي پېك نه علاوه د يو شمېر منصوبو پلان او په دې عملدرآمد كښې اهم كردار لوبولے دے٬ دا دوره د پاکستان او چين ترمېنځه د لوړې كچې د باقاعده تبادلو او مذاكراتو برخه ده٬ د چين نائب وزيراعظم د پاكستان دا دوره د دواړو هېوادونو لخوا د خپل “آل وېدر سټريټجك کوآپريټو پارټنرشپ” لا ژور كولو سره تړلے د يو بل د بنيادي مفاداتو په مسئلو كښې د ملاتړ توثيق، اقتصادي او مالي مرسته زياتول٬ د سي پېك د اعليٰ معيار پرمختګ مخ په وړاندې بوتلل او د دواړٶ هېوادونو ترمېنځه تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكې لا قوي كولو لپاره د نوې لارو د لټولو د اهميت عكاسي كوي